د پاکستان دیموکراتیک غورځنګ (PDM) احتمال لري چې د پنجاب د وزیر اعلی څوکۍ پیپلز ګوند ته ورکړي

0
93

باغی ټي وی رپورټ
د پاکستان دیموکراتیک غورځنګ (PDM) احتمال لري چې د پنجاب د وزیر اعلی څوکۍ پیپلز ګوند ته ورکړي.

دسرچينو ترمخه تيره ورځ دپنجاب وزيراعلي پرويز الاهي، دپنجاب اسمبلۍ سپيکر سبطين خان اؤ ډپټي سپيکر واثق قيوم په ضد دبې اعتمادۍ تحريک جمع کيدو وروستو اصف زرداري، چوهدري شجاعت حسين اؤ مسلم ليگ(ن) ترمينځ رابطې زياتې شوې دي.

د پيپلز پارټۍ د ذرائعو ترمخه چوهدري شجاعت حسېن خپل وزن پيپلز پارټۍ کښې اچولې دې چې له دې وروسته به پيپلز پارټۍ ته د وزيراعليٰ شپي ورکولو امکان شته۔
د پيپلز ګوند سرچينې وايي د اتفاق په صورت کې به د سپيکر او ډپټي سپيکر کانديدان د مسلم ليګ (ن) څخه وي.

سرچينې وائي اصف علي زرداري په لاهور کې دپيپلز پارټۍ دوزيراعظم په توگه فعال دى اؤ دخپل کانديد په حق کې دهرولو لپاره يې دسياسي شخصيتونو سره تماسونه ټينګ کړي دي.

د پيپلز پارټۍ د سرچينو له مخې د جنوبي پنجاب مهم سياسي شخصيتونو ته په پي ټي آئي کښې د سوريو د کيدو دنده سپارل شوې ده.

سرچينې زياته کړې چې پخواني ولسمشر د وزيراعلي لپاره پر ٣ نومونو غور پيل کړى او په دغو کانديدانو کې د سيد حسن مرتضي، سيد علي حيدر ګيلاني او عثمان محمود نومونه شامل دي، خو د نومونو وروستۍ پرېکړه به اصف زرداري او چوهدري شجاعت کوي. او نواز شریف به په اتفاق سره وي.ياده دي وي چي د عدم اعتماد تحريک نه علاوه د پنجاب ګورنر هم د پنجاب وزيراعلي نه د اسمبلئ نه د اعتماد رايه اخستي ده۔

Leave a reply