پاکستان د نړیوال وجهي صندوق د پروګرام د بیا بحالولو هڅه،پاکستان د ای ایم ایف پروګرام په درخواست بیا کتنې غوښتنه کړې ده
باغي ټي وي رپورټ
اسلام اباد: پاکستان د نړیوال وجهي صندوق د پروګرام د بیا بحالولو هڅه،پاکستان د ای ایم ایف پروګرام په درخواست بیا کتنې غوښتنه کړې ده
د مالیې وزارت د سرچینو په وینا، د بهرنیو چارو له وزارت څخه غوښتل شوي چې د پیسو نړیوال صندوق د پروګرام د احیا لپاره په نړیوالو سیاسي اړیکو کې رول ولوبوي.
پاکستان په دې نظر دی چې IMF دې د سېلابونو او نورو لاملونو په اړه د شوې معاهدې په شرطونو بیا کتنه وکړي، د نړیوال انفلاسیون او اقتصادي بحران له امله نور سختې پرېکړې نه شي کولی.
پاکستان دريځ خپل کړى دى چې پاکستان د نوي ټيکسونو لګولو پرته خپل عايدات زياتولاى شي او د روان کال تر پايه به د کرنټ اکاؤنټ خساره کمه کړي.
دسرچينو ترمخه فيډرل بورډ اف ريونيو (اېف بي آر) هم دټيکس چور کوونکو څخه داصلاحاتو ښه کولو لپاره يو منصوبه وړاندې کړې ده چې له مخې به يې پاکستان دټيکس جمع کولو په ښه کولو سره 7100 اربه روپۍ هدف ترلاسه کوي.