امریکا وایي، افغان حکومت سره به اړیکې د دوی د ژمنو تر عملي کېدو پورې مشروط وي

امریکا وایي، افغان حکومت سره به اړیکې د دوی د ژمنو تر عملي کېدو پورې مشروط وي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډپرایس ویلي، دوی د افغانستان نویو واکمنانو ته په ډاګه ویلي چې له امریکا، په ځانګړي ډول افغانانو سره پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي، خو پرایس ټینګار کوي چې د بشري حقونو په برخه کې د افغان حکومت کړنو ته په کتو، تر اوسه دوی نه دی توانېدلي چې دا غوښتنې پرځای کړي.
(2022 / 12 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، متحده ایالات به تر هغو له افغان حکومت سره خپلې اړیکې پراخې نه کړي، تر څو چې دوی په خپلو کړو ژمنو عمل نه وي کړی.
په تازه غبرګون کې امریکا یو ځل بیا ټینګار کړی چې له ط.البانو سره هر ډول تعامل به د دوی له لوری د بشري حقونو په برخه کې کړنو ته په کتو ترسره کیږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډپرایس ویلي، دوی د افغانستان نویو واکمنانو ته په ډاګه ویلي چې له امریکا، په ځانګړي ډول افغانانو سره پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي، خو پرایس ټینګار کوي چې د بشري حقونو په برخه کې د افغان حکومت کړنو ته په کتو، تر اوسه دوی نه دی توانېدلي چې دا غوښتنې پرځای کړي.
اړوند موضوعات:
هېره دې نه وي چې دې وروستیو کې د افغان حکومت له لوري د حدودو جاري کولو پر سر هم نړیوال قهرېدلي دي، خو د افغان حکومت چارواکو بیا د حدودو د تطبیق پر وړاندې د نړیوالو مخالفت د اسلام دین احکامو ته په کمه سترګه کتل بللي وو.






