پروېز خلیلي، لیکوال او د پوهنتون استاد د ا.ا. له بنده  ازاد کړل شو

0
163

پروېز خلیلي، لیکوال او د پوهنتون استاد د ا.ا. له بنده  ازاد کړل شو

ښاغلی خلیلي شاوخوا شل ورځې وړاندې په کابل کې د استخباراتو له خوا د خپلو توندو او اختلافي بحثونو له امله ونیول شو. دغه لیکوال او د پوهنتون استاد وايي چې له رسنیو سره به خپلو خبرو ته دوام ورکړي.

 

(2022 / 12 / 20    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

پروېز خلیلي، لیکوال او د پوهنتون استاد د ا.ا. له بنده  ازاد کړل شو. لیکوال او د پوهنتون استاد پروېز خلیلي تایید کړه چې د دوشنبې په ورځ د قوس په ۲۸ د ط.البانو په مشرۍ د حکومت د استخباراتو له بند څخه خوشې شوی او رواني روغتیا یې ښه ده.

ښاغلی خلیلي شاوخوا شل ورځې وړاندې په کابل کې د استخباراتو له خوا د خپلو توندو او اختلافي بحثونو له امله ونیول شو. دغه لیکوال او د پوهنتون استاد وايي چې له رسنیو سره به خپلو خبرو ته دوام ورکړي.

تر دې وړاندې د کابل غرب کې د ظریفه یعقوبي په مشرۍ څو تنه ښځې د ا.ا. د استخباراتو له لوري نیول شوې وې، چې د هغوی نیولو ته د یوناما په ګډون امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو یخت غبرګونونه وښودل او د حقوقي فعالانو نیول یې د بشر ضد کړنې یادې کړې.

اړوند موضوعات:

 د امریکا غږ او آزادۍ راډیوګانو نشرات په افغانستان کې بند کړل شوي دي   

د یادونې وړ ده چې د ا.ا. په راتګ ډیری هغه کسان نیول کیږي چې د دوی په چارواکو او یا هم حکومت نیوکې وکړي.

 

Leave a reply