د امریکا غږ او آزادۍ راډیوګانو نشرات په افغانستان کې بند کړل شوي دي   

0
196

د امریکا غږ او آزادۍ راډیوګانو نشرات په افغانستان کې بند کړل شوي دي 

ازادي راډیو په افغانستان کې په ۲۰۰۲ کال کې په رسمي ډول خپرونې پیل کړې. بې سرحده خبريالان وايي، د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په دغه هېواد کې ۲۱۹ چاپي، غږيزو او انځوريزو رسنيو فعاليت بند کړی، خو د تېر افغان حکومت پر مهال په افغانستان کې ۵۴۷ رسنیو فعالیت درلود.

(2022 / 12 /  1   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د اطلاعاتو او کلتور چارواکو اعلان کړی، چې د امریکا غږ او ازادۍ راډیوګانې، چې په افغانستان کې په ایف ایم کې خپرېدې، بندې شوې دي.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو د څارنې رئیس عبدالحق حمد په خپل ټویټر لیکلي چې د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د ازادي راډیو خپرونې بندې شوې دي. ښاغلي حماد زیاته کړه: “ازادي راډیو چې د امریکايي اشغال وروسته یې خپرونې پیل کړې وې، د ژورنالیستیکي اصولو د نه مراعات او یو طرفه نشراتو له امله بندې شوې دي.”

په ورته وخت کې امریکا غږ هم خبر ورکړی چې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نویو لارښوونو له مخې به د ډیسمبر له لومړۍ نیټې څخه د افغانستان له دننه څخه د امریکا غږ راډیو خپرونې بندې شي.

تر دې مخکې د امریکا غږ ټلویزیون خپرونې چې د اشنا تلویزیون په نامه یادیږي په طلوع، نیوز او لمر ټلویزیونونو کې خپریدلې او تر دې وړاندې د افغانستان په ملي ټلویزیون کې د څه باندې یوې لسیزې لپاره د مارچ په ۲۷مه (د حوت ۷مه) خپریږي.

د امریکا غږ پښتو راډیو خپرونې د ۱۹۸۰ کال په اکتوبر کې پیل شوې او د امریکا غږ پښتو راډیو خپرونې د ۱۹۸۲ کال د جولای په میاشت کې په افغانستان کې پیل شوې.

اړوند موضوعات:

پکتیا کې یوې سیمه یيزې راډیو د اقتصادي ستونزو لۀ امله نشرات بند کړي 

Leave a reply