د امریکا په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د کانګرس له خوا د یوه ولسمشر پر ضد جنايي محاکمه کېږي.

باغی ټي وي رپورټ
د امریکا په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره کانګریس د یوه ولسمشر پر ضد د جنايي محاکمې لارښوونه وکړه
د امریکا په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د کانګرس له خوا د یوه ولسمشر پر ضد جنايي محاکمه کېږي.
د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، د کانګرس کمیټې په متفقه توګه د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ضد د څلورو جنایي تورونو سپارښتنه کړې ده.
د راپورونو له مخې، په تورونو کې د جنورۍ په شپږمه په کیپیټل هیل باندې د برید په تړاو فساد ته هڅول، دسیسه او د عدالت په وړاندې خنډونه شامل دي.د امریکا د استازو جرګې د جمهوري غوښتونکو غړې لیز چیني ویلي، تر ټولو د شرم وړ کار دا و چې کله پر کیپیټل هیل برید وشو، ولسمشر ټرمپ د لومړي دفتر په خوړنځي کې ناست و چې په تلویزیون یې لاریونونه او هغه بغاوت کوونکي خلق لیدل.






