افغان اولس سره د مرستو لپاره ۳۸ ملین ډالرو ته اړتیا ده: سور صلیب

0
220

باغي ټي وي رپورټ
د نړیوال سازمان سور صلیب نماینده الکسندر میتیو ویلي دي چې افغانستان اولس یو بشري کړکیچ سره مخ کیدۍ شي او د افغانستان سره د پیسو مرسته و نه شي نو په دې هیواد کښې به یو لوی بشري ناورین سره مخ شي .

د سور صلیب مشر زیات کړې چې په افغانستان کښې د بشري مرستو لپاره او په دې هیواد کښې د بشرین کړکیچ د کمولو لپاره ۳۸ ملین ډالر په کار دي چې ددې بشري ستونزې مخه ونیول شي.
الیکسندر زیاتوي چې که چرې د پیسو ستونزه هواره نه شي ، اهلکارو ته معاشونه ور نه کړې شي نو په دې هیواد کښې به د ژمې پیل شره سختې ستونزې مخې ته راشي او ددې هیواد اولس به د یو سخت انسانی بحران سره مخ شي.
میتیو ویلي دي چې سږ کال د چکالۍ او د فقر له وجهې ددې هیواد خلق ډیر سختو مشکلاتو سره مخ دي او په راروان ژمي کښې به ددې هیواد وګړي د نورو مشکلاتو سره مخ شي او ددوی د ژوند ستونزي به زیاتې شي.
د سور صیب مشر وایی د افغانستان د لرې پرتو ولایتونو کښې د مرستو ته اړتیا ده او په دې ولایتونو کښې به په راروان ژمې کښې ددې ولایتونو وګړي د روغتیایی نورو خطرو سره مخ شي او ددوی ستونزي به زیاتې شي، ده ویلي چې د ۳۸ ملین ډالرو ته اړتیا لري چې په ۱۶ ولایتونو کښې وګړو ته بشري مرستې او روغتیایی خدمات په صحیح توګه وکړي.
یاده دې وي چې د ملګری ملتونو د صحت نړیوالې ادارې له طرف نه هم داسې بیان جاري شوې چې دوی وایی چې د راروان ژمې نه مخکښې به دوی هڅې پیل کړې چې د افغانستان په لرې ولایتونو کښې د بشري ناورین نه د بچ کیدو لپاره مرستې ورسوي، دوی هم غوښته کړي چې په افغانستان کښې د انساني بحران نه د بچ کیدو لپاره ددې هیواد اولس سره په بیړني توګه د مرستو اړتیا ده.

Leave a reply