عمران خان به د لومړي وزیر په توګه د هغه وخت د پوځ د مشر جنرال قمر جاوید باجوه ستاینه کوله،هروخت به ی د جنرال باجوه صفتونه کول

0
88

باغي ټي وي رپورټ

عمران خان به د لومړي وزیر په توګه د هغه وخت د پوځ د مشر جنرال قمر جاوید باجوه ستاینه کوله،هروخت به ی د جنرال باجوه صفتونه کول.
د لومړي وزیر په توګه، عمران خان د جنرال قمر جاوېد باجوه بې طرفه، جمهوريت دوست، زغم لرونکی بلل او د جنرال باجوه صفتونه به ی کول.
پرون په خپله وینا کې عمران خان وویل چې له اسټیبلشمنٹ څخه هیڅ مرسته نه غواړي، دی یوازې غواړي چې اسټیبلشمنٹ بې طرفه وي، په داسې حال کې چې د عمران خان حکومت د عدم اعتماد له تحریک وروسته ختم شو نو بیا عمران خان په غونډو کښې وینا وی پیل کړې چې نیوټرل خو ځناور وی .
دا خبره د یادونې ده چې د پي ټي آیی یو شمیر فعالانو منلې ده چې دوی ته دنده سپارل شوی وه چې د ملکی ادارو او پوځ په ضد په ټولنیزو رسنیو پروپاګند ته دوام ورکي ،بیا جې کله دا کسان ونیول شول او جعلی اکاونتونه ی معلوم شول نو دې کسانو بخښنه اوغوښته.

Leave a reply