دبهرنيو چارو وزير بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې امريکا کې دپاکستان په ضد يو پروپيګنډ اؤ تاثر پيدا شوى دى، دغه تاثر به په پرله پسې تماسونو ماتول پکار دي ترڅو اړيکې نورې هم ښې شي او اقتصادي اړيکې ښې شي

0
293

باغي ټي وي رپورټ
نيويارک: دبهرنيو چارو وزير بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې امريکا کې دپاکستان په ضد يو پروپيګنډ اؤ تاثر پيدا شوى دى، دغه تاثر به په پرله پسې تماسونو ماتول پکار دي ترڅو اړيکې نورې هم ښې شي او اقتصادي اړيکې ښې شي.

په نيويارک کې جيو نيوز سره خبرو کې بلاول بهټو زرداري وويل ټولې ستونزې په يوه ورځ نه حل کيږي بلکې په تيرو شپږو اوو مياشتو کې دپاکستان اؤ امريکا اړيکې ښې شوې دي.
نوموړي ویلي چې دی به نن د جي ۷۷ غونډې مشري کوي، د هند په مشرۍ په امنیت شورا کې په دې اړه بحث شوی چې پکې د پاکستان دریځ وړاندې شوی چې د کشمیر مسله دې د امنیت شورا د پرېکړو له مخې هواره شي.

Leave a reply