فرانس میډیا وایی چې هند د پاکستان په ضد د دروغو پروپیګنډه کوي
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان خلاف د هند رسنیو د دروغو او بې بنیاده رپورټو په اړه د فرانس رسنیو ویلي دي چې هند میډیا د پاکستان د بدنامولو لپاره کاروي او د هند رسنیو رپوټونه دروغ او بې بنیاده دي.
فرانسیسي میډیا د انډیا ټوډې او نور د هندی رسنیو ادارې د پاکستان خلاف د دروغو پروپیګنډه کولو لپاره ذمه وارې بللې دې. د فرانس رسنې وایی چې هند د صحافتي اوصولو خلاف ورزي کوی او پاکستان بدناموي.
یاده دې وي چې دې نه وړاندې د اسلامی امارت افغانستان په پنجشیر کښې د مخالف ګروپ سره د جنګ په اړ د هندي رسنیو د پاکستان په ضد رپوټونه خپاره کړي وو، یو رپورټ د هندي چینل داسې وو چې پاکستان په پنجشیر کښې د طالبانو په ملاتړ کښې هلته جنګ کوي او یوه د ویډیو ګیم ویډیو ی هم په ټي وي رپورټ کښې خپاره کړې وه چې بیا د نړۍ مشهورې رسنې بي بي سي نیوز هغه ویډیو بې بنیاده، دروغ او جعلي ثابته کړه.
https://urdu.geo.tv/latest/265376-