اسلامی امارت ویاړ دې چې د نړیوالو بنسټونو او نړیوالو سفیرانو کوربتوب کوي: متقي

0
42

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د امارت اسلامی افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوی امیرخان متقي د نړیوال هیوادونو سفیرانو او نور نړیوال بنسټونو استازو د یوې غونډې ته د وینا په محال اوویل چې اسلامی امارت ویاړ دۍ چې ددوی میمله توب او کوربه توب کوي
.

نوموړي د هغه ټولو سفیرانو او نور نړیوالو د بشري مرستو ادارو غړو،مشرانو او نمایندګانو ستاینه وکړه چې دوی نن په افغانستان کښې موجود دي او ددې اولس خدمت کوي، متقي ددوی ټولو مننه وکړه.
متقي اوویل او زیاته ی کړه چې ددې سفیرانو او ډیپلوماتانو د مسولیت ته اسلامی امارت خپل ځان ژمن بولي، وی ویل چې د سفیرانو او ډپلوماتانو په افغانستان کښې د کار جاري ساتل دا ثابتوي او ښایی چې د افغانستان عبوري حکومت د ډاډ وړ او مسولانه دې.

Leave a reply