د یو افغان وګړي د وژنې قیمت صرف ۱۰۴ پونډه: رپورټ

0
84

باغي ټي وي رپورټ
افغان خبریال او لیکوال نور رحمان په خپل یو لیک چې په ورځپانړه وحدت کښې چاپ شوې لیکي چې د برطانیه حکومت په افغانستان کښې د وژل شوو افغانانو کورنیو ته د هر افغان په وژنه څه روپۍ په بدله کښې ورکړي دي.

په رپورټ کښې لیکل شوي دې چې برطاینه د ۲۸۹ افغانانو د وژنې په بدله کښې ۶۸۸۰۰۰ یورو ورکړي دي، د رپورټ مطابق د هر یو افغان په سر څه ۲۳۸۰ یورو هر وژل شوي افغان وګړي خاندان ته ورکړل شوي دي.
داسې یو افغان خاندان هم شته چې ددوی د خاندان د وګړي د وژنې په بدله کښې ورته صرف ۱۰۴ پونډه ورکړل شوي چې دا د هغه تاوان څخه هم کم دې چې نورو خاندانونو د خپلو څارویو د مړینې دپاره ترلاسه کړي. په رپورټ کښې لیکي چې په کال ۲۰۰۹ کښې د یو ۱۰ کلن هلک ماشوم د وژنې په بدل کښې دده خاندان ته ۵۸۶.۴۲ پونډ ورکړل شو، د څلورو ماشومان د مرګ په بدله کښې ددوی کورنیو ته ۴۲۳۳ یورو ورکړل شول.

Leave a reply