د آمدن څخه زیاتې اثاثې، پنجاب پخواني وزيراعلي عثمان بزدار عدالت ته وړاندې شوې دې

0
141

باغی ټي وي رپورټ
لاهور: د پنجاب پخواني وزيراعلي عثمان بزدار د آمدن نه د زياتو اثاثو په مقدمه کې د عبوري ضمانت درخواست واپس کړی دی.

د لاهور په احتساب عدالت کې د آمدن نه د زياتو اثاثو په مقدمه کې د عثمان بزدار د عبوري ضمانت د درخواست اورېدنه وشوه چې پکې پخوانی وزيراعلي عدالت ته حاضر شو.
د اوريدنې په مهال د نيب تحقيقاتي افسر عدالت ته اوويل چې نيب د عثمان بزدار ګرفتارۍ نه غواړي ولې تر دې دمه د ګرفتارۍ وارنټ نه دې جاري شوي۔

دتحقيقاتي افسر په بيان داحتساب عدالت قاضي وويل داسې نۀ شي کيدلى چې هغوي چې بهر راوځي هغوي دې ونيول شي، عثمان بزدار دې دگرفتارۍ څخه وړاندې خبر کړل شي.

پخواني وزيراعلي عثمان بزدار د نيب د تحقيقاتي افسر په بيان د ضمانت درخواست واپس کړے دے۔
بل لوري ته په احاطه کې عدالت کې خبريال عثمان بزدار څخه پوښتنه وکړه چې په ده باندې لويه مقدمه جوړه شوې، تاسو څه وايئ؟ په دي اړه پخواني وزيراعلي اوويل چي مونږ ته به هم په همدي لاري کښي امداد ميلاويږي او انصاف به رامخي ته کيږي۔

Leave a reply