د سندهه هائي کورټ اعظم سواتي په نورو مقدمو کې د نيولو نه منع کړی دی

باغی ټي وي رپورټ
کراچۍ: د سندهـ هائي کورټ اعظم سواتي په نورو مقدمو کې د نيولو نه منع کړی دی.
د اعظم سواتي زوی عثمان سواتي په سندهـ کې د خپل پلار د ګرفتارۍ په ضد تازه درخواست جمع کړی او د عاجلې اورېدنې غوښتنه يې کړې ده.
د سندهـ هائي کورټ د عثمان سواتي درخواست د عاجلې اورېدنې لپاره منلی، چې د جسټس کې جي آغا په مشرۍ کې دوه کسيزه بنچ اورېدنه کړې ده.
د درخواست د لنډې اورېدنې وروستو عدالت اعظم سواتي ته په نورو مقدمو کې د نيولو نه منع کړی دی.
عدالت آئي جي سندھ او پراسيکيوټر جنرل سنده ته نوټس جاري کړي او عثمان سواتي ته ئي هدايات ورکړي دي چي دواړه درخواستونه يوځاي کړي۔
د سندهـ هائي کورټ د سندهـ پراسيکيوټر جنرل نه جواب غوښتو په مهال د مقدمې اوريدنه تر 14 دسمبر پورې ځنډولې ده.
ياده دي وي چي د پي ټي آئي مشر اعظم سواتي د متنازع ټويټ په مقدمه کښي ګرفتار کړے شوے وو چي تيره ورځ د سنده پوليس لخوا ګرفتار کړے شو او د بلوچستان نه سکهر ته منتقل کړے شو۔
………………………….






