(ایم کیو ایم) پاکستان د کراچۍ او حیدراباد د ۳ ضلعو د منتظمینو نومونه حتمي کړي او د سندهه صوبې ګورنر ته یې استولي دي

باغی ټي وي رپورټ
متحده قومي موومنټ (ایم کیو ایم) پاکستان د کراچۍ او حیدراباد د ۳ ضلعو د منتظمینو نومونه حتمي کړي او د سنده صوبې ګورنر ته یې استولي دي.
دسرچينو ترمخه دکراچۍ مرکزي ضلعې لپاره دفرقان عتيب اؤ شرقي ضلعې لپاره شکيل احمد نومونه فائنل کړل شوي دي.
د کراچۍ د کورنګي ضلعې لپاره محمد شریف او حیدر اباد لپاره فاروق خان نومونه حتمي شوي دي.
دسرچينو له مخې ايم کيو ايم لخوا نومول شوي څلور کسان دکوارډينيشن کميټۍ غړي دي.
سرچينې وائي چې ايم کيو ايم د سندهـ گورنر ته دڅلورو کسانو نومونه ليږلي دي اؤ نوټيفيکيشن به په يوه يا دوه ورځو کې کيږي.
………………….





