ارزګان کې د افغاني سرې میاشتې له لورې ۴۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوې.

0
193

ارزګان کې د افغاني سرې میاشتې له لورې ۴۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوې.

9 دسمبر 2022

د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یادې ټولنې له لورې ارزګان کې د اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره شوه.

 

خبر زیاتوي: د روان سخت ژمي په درشل کې نن جمعه، د جمادی الاولی په ۱۵مه د افغاني سرې میاشتې له لورې د بشري مرستو پر دوام د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې ۴۰ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.

 

په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته؛ ۱۰۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریجې، ۱۰ لیتره غوړي، ۸ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۱ کیلو چای، ۲ کیلو مالګه او یو پاکټ BP5 بسکوټ شامل وو.

 

اړوند موضوعات

افغاني سرې میاشتې ټولنې پکتیکا او ننګرهار کې نیږدې ۳۰۰ سیلاب او زلزله ځپلو کورنیو سره مرسته کړی.

د یادونې وړ ده چې تیره ورځ هم د افغاني سرې میاشتې له لورې د یاد ولایت په مرکز کې ۴۵۰ بیوزله او اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته ويشل شوى وه‌.

Leave a reply