د سندهه حکومت پرون د مرتضی وهاب استعفا منلې ده او ډاکټر سیف الرحمان یې د کراچۍ د سرپرست په توګه ټاکلې دې

0
174

باغی ټي وي رپورټ
د سندهه حکومت پرون د مرتضی وهاب استعفا ومنله او ډاکټر سیف الرحمان یې د کراچۍ د سرپرست په توګه وټاکه.

د 20 درجې افسر ډاکټر سیف الرحمان د پاکستان انتظامي خدمت سره تعلق لري او تر دې وړاندې د سند د ګورنر پرنسپل سیکرټري دنده ترسره کوله.
د سندهـ حکومت د ډاکټر سیف الرحمان د کراچۍ د ایډمنسټرېټر په توګه د ټاکلو نوټیفیکیشن جاري کړی دی.

نوټيفيکيشن جاري کيدو سره ئي د کراچۍ نوي منتظم ډاکټر سيف الرحمان ترجيحات ټاکلي دي۔
له جيو نيوز سره په ځانگړو خبرو کې ډاکټر سيف الرحمان وويل چې د سړکونو ښه کول، پياده روونه، زرغونتيا د هغه لومړيتوبونه دي.

هغه وویل چې زه به د اوبو له بورډ سره په ګډه د فاضله اوبو د سیستم د سمولو هڅه وکړم، د مرتضی وهاب کارونه به پرمخ وړم.
دا خبره د یادونې ده چې د 20 درجې افسر ډاکټر سیف الرحمان د پاکستان انتظامي خدمت سره تعلق لري او تر دې وړاندې د سند د ګورنر پرنسپل سیکرټري دنده ترسره کوله.

ډاکټر سیف الرحمان په کراچۍ کې د میټرو پولیټن کمشنر پاتې شوی، د دې نه علاوه ډاکټر سیف الرحمان د مرکزي او مشرقي ضلعو ډپټي کمشنر او د مرکزي ښاروالۍ منتظم هم پاتې شوی دی.

Leave a reply