د چين او سعودي عربستان ترمینځ د ژورو او هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو تړون لاسلیک شوې دې

باغی ټي وي رپورټ
د چين او سعودي عربستان ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو تړون لاسليک شو.
د سعودي په پلازمېنه رياض کې د چين د ولسمشر شي جين پينګ او د سعودي پاچا سلمان ترمنځ په کتنه کې دواړو هېوادونو د سعودي د ۲۰۳۰ کال د ويژن او د چين د يو کمربند او يوې لارې د نوښت په برخه کې د همکارۍ تړونونه لاسليک کړل.
د سعودي خبري اژانس د راپور له مخې دواړو مشرانو د هایدروجن انرژۍ او مستقیمې پانګونې په اړه د تفاهم یادداشتونه هم لاسلیک کړل.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سعودي له وليعهد محمد بن سلمان سره هم د پلاوي په کچه خبرې اترې وکړې.
د يادونې وړ ده چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سعودي عربستان د پاچا سلمان بن عبدالعزيز په بلنه په درې ورځني رسمي سفر پرون رياض ته ورسېد.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د رياض په مهمه سرمشريزه غونډه کې هم ګډون وکړي چې د پاکستان، کمبوديا، اندونيزيا او سينيګال لوړ پوړي پلاوي به پکې ګډون وکړي.
د يادونې وړ ده چې د چين ولسمشر شي جين پينګ له ۲۰۱۶ کال وروسته سعودي عربستان ته سفر کوي.






