ترکیه:افغانستان سره انکشافي او روزنیزو همکاریو ته دوام ورکوو

0
275

ترکیه:افغانستان سره انکشافي او روزنیزو همکاریو ته دوام ورکوو

په کابل کې د ترکیې سفیر جیهاد ارګین د ا.ا.ا له مرستیال رییس الوزرا ملا عبدالغني برادر سره د لیدنې په ترڅ کې ویلي چې هېواد یې د کابل نړیوال هوایي ډګر د بیا رغونې برخه کې له افغانستان سره همکاري کې ونډه اخیسته ده او په تدریجي ډول به دغه همکاري نورو لویو هوایي ډګرونو ته هم وغځوي.

 

(2021 / 9 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)

په کابل کې د ترکیې سفیر جیهاد ارګین د ا.ا.ا له مرستیال رییس الوزرا ملا عبدالغني برادر سره د لیدنې په ترڅ کې ویلي چې هېواد یې د کابل نړیوال هوایي ډګر د بیا رغونې برخه کې له افغانستان سره همکاري کې ونډه اخیسته ده او په تدریجي ډول به دغه همکاري نورو لویو هوایي ډګرونو ته هم وغځوي.

هغه زیاته کړې چې هیواد یې د باثباته افغانستان غوښتونکی دی او په انکشافي او روزنیزو برخو کې د همکاریو دوام ته چمتو دی.

ارګین څرګنده کړې چې ترکیه غواړي د کابل نړیوال هوایي ډګر د امنیت او بیارغاونې په برخو کې له افغانستان سره ګډ کار وکړي.

په همدې حال کې ملا برادر له ترکیې سره د افغانستان د تاریخي اړیکو یادونه کړې او زیاته کړې یې ده چې افغانستان له ترکیې سره د دوه اړخیزه اړیکو دوام غواړي او پر کابل نړیوال هوایي ډګر سربېره یې په ټول افغانستان کې د ترکیې له لوري د بیارغاونې پروژو د تمدید غوښتنه کړې ده.

Leave a reply