ذبیح الله مجاهد: د اسلامي سزاګانو د ورکړې په اړه د نړیوالو نیوکې ښکاره مداخله او د غندنې وړ ده.

ذبیح الله مجاهد: فایل فوټو
ذبیح الله مجاهد: د اسلامي سزاګانو د ورکړې په اړه د نړیوالو نیوکې ښکاره مداخله او د غندنې وړ ده.
8دسمبر 2022
د قصاص حکم د تطبیق په اړه د نړیوالو اندېښنو ته اسلامي امارت په غبرګون کې ویلي، چې «متأسفانه چې ځینې هېوادونه او نهادونه لا هم له افغانستان څخه سمه پیژندنه او څیړنه نه لري.»
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټوېټر لیکلي، چې په دې وروستیو کې د اسلامي حکم پر اساس پر سزاګانو نیوکې کیږي چې په وینا یې دا کار د هیوادونو په کورنیو چارو کې مداخله او د غندنې وړ ده.
نوموړي زیاته کړې، افغانستان یو اسلامي هېواد دی، تر ۹۹ سلنه زیات خلک یې مسلمانان دي، د اسلامي قوانینو او نظام د تطبیق لپاره یې ډیرې قربانۍ ورکړې دي. هغه ویلي، چې په ټوله نړۍ حتی امریکا او اروپا کې د اعدام سزاګانې شته خو د ده په خبره لا هم ځینې هیوادونه او ټولنې یا خو یې مطالعه او معلومات نیمګړي دي او یا هم له اسلام سره ستونزه لري.
دا په داسې حال کې ده چې پرون په فراه کې پر یوه کس د قصاص حکم تطبیق شو او نن تازه په پکتیکا او پروان ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تور د ۹ ښځو په ګډون ۳۰ تنو ته په عام محضر کې سزا ورکړل شوې ده.
اړوند موضوعات
ذ،م: د نړۍوالود شرعي حدودو له پلي کولو سره مخالفت د اسلام سپکاوی دی
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د هغه کس کورنۍ ته چې د قصاص حکم پرې تطبیق شو، سل زره افغانۍ ورکړې.






