د نفرایټ کانونو د قراردادي شرکتونو استازو خپلې ستونزې د کانونو او پټرولیم له سرپرست وزیر سره شریکې کړې.

0
83

د نفرایټ کانونو د قراردادي شرکتونو استازو خپلې ستونزې د کانونو او پټرولیم له سرپرست وزیر سره شریکې کړې.

7 دسمبر 2022

د افغانستان اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست د نفرایټ کانونو قراردادي شرکتونو استازو سره وکتل.

 

د نفرایټ کانونو د قراردادي شرکتونو یو شمېر استازو، د کانونو او پټرولیم له سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور سره په کتنه کې، خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې کتنه کې، د شرکتونو استازو د نفرایټ ډبرو د استخراج څرنګوالي په اړه شیخ دلاور ته معلومات وړاندې کړل.

 

هغوی دغه راز د کان کېندنې د ښه والي په برخه کې، خپلې یو لړ ستونزې او وړاندیزونه له سرپرست وزیر سره شریک کړي او د حل غوښتنه یې کړې ده.

اړوند موضوعات

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د ایران هیواد له یو شمیر پانګوالو سره لیدنه ترسره کړه.

 

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر، د یادو استازو د ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته، هغوی ته ډاډ ورکړی چې ستونزو ته به يې د رسیدنې په برخه کې همکاري وکړي.

Leave a reply