اسمبلۍ باید کله منحل شي؟ تحریک انصاف نن هم په دې اړه وروستۍ پریکړه و نه کړې شوه

باغي وي رپورټ
اسمبلۍ باید کله منحل شي؟ تحریک انصاف نن هم په دې اړه وروستۍ پریکړه و نه کړې شوه
د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان په مشرۍ کښې د لاهور په زمان پارک کښې د پارټۍ مشرانو غونډه شوې ده۔
تر غونډې وروسته رسنیو سره په خبرو کې د تحریک انصاف مشر شاه محمود قریشي وویل، زموږ غړي لا له وړاندې له قومي اسمبلۍ وتلي، مونږ په عملي توګه د پارلمان برخه نه یو. شاه محمود قريشي وويل په نننۍ غونډه کې ټولو ته په اعتماد کې اخستل شوي، دټولو ستونزو حل نوي انتخابات دي، دپي ټي ائي قيادت عمران خان ته داسمبلۍ منحلولو اختيار ورکړى دى، عمران خان به په څو ورځو کې پنجاب او کى پريږدي. پی اراده لري چې مجلس منحل کړي.
شاه محمود وويل مونږ غواړو چې په پنجاب او خيبرپښتونخوا کې دانتخاباتو عمل د روژې نه وړاندې بشپړ شي، معيشت د چټک زوال سره مخ دى، په ملک کې سرمايه کارۍ نشته، که د بې اعتمادۍ دغه لړۍ روانه وه نو ملک به زيانمن شي. هغوی اوویل دوی نه غواړي داسې ګام پورته کړي چې هېواد ته زیان ورسوي






