د چين د دولت رئيس د کال 2016 پس سعودی عربستان ته ځي ، شي جين پينګ به سبا په درې ورځني رسمي سفر سعودي عربستان ته ولاړ شي

0
187

باغي ټي وي رپورټ

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به سبا په درې ورځني رسمي سفر سعودي عربستان ته ولاړ شي او هلته به د نورو عربي هېوادونو له مشرانو سره هم وګوري. د سعودي رسمي خبري اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د دسمبر له اوومې نېټې څخه تر نهمې نېټې پورې سعودي عربستان ته په رسمي سفر ولاړ شي او د چين او سعودي په سرمشريزه غونډه کې به ګډون وکړي. بايد يادونه وشي چې شي جين پينګ له شپږو کلونو وروسته له سعودي عربستان څخه ليدنه کوي، تر دې مخکې يې په ۲۰۱۶ کال کې د تېلو له ستر صادرونکي هېواد څخه ليدنه کړې وه، د چين د ولسمشر د وروستي سفر په ترڅ کې د انرژۍ او پانګونې ډېر تړونونه تمه کېږي.
د سعودي خبري اژانس د راپور له مخې، د دې سفر موخه د سعودي عربستان او چین ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا ده. د سعودي خبري اژانس وايي چې د چین ولسمشر به د خلیج د همکارۍ شورا په غونډه کې هم ګډون وکړي چې د نورو عربي هېوادونو مشران به په کې برخه واخلي. له بلې خوا برتانوي خبري اژانس وايي چې د چین ولسمشر به سعودي عربستان ته د خپل سفر پر مهال د سعودي له پاچا سلمان او ولیعهد محمد بن سلمان سره د لیدنو پر مهال د سیمې پر امنیتي وضعیت هم خبرې وکړي.

Leave a reply