د ملي دفاع سرپرست وزیر په ابوظبۍ کې د متحده عربي اماراتو له ولس مشر سره کتلي.

0
177

د ملي دفاع سرپرست وزیر په ابوظبۍ کې د متحده عربي اماراتو له ولس مشر سره کتلي.

5 دسمبر 2022

 

د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي د یاد وزارت سرپرست وزیر په ابوظبۍ کې د متحده عربي اماراتو د ولس مشر سره وکتل.

خبر زیاتوي: د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير مولوي محمد یعقوب «مجاهد» پرون ماښام د ابوظبۍ په «الشاطي» شاهي ماڼۍ کې د متحده عربي اماراتو د دولت له رئیس شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره وکتل.

 

د ملي دفاع وزارت سرپرست ته د شیخ محمد زاید له ښه راغلاست ويلو وروسته؛ په دې کتنه کې د افغانستان او متحده عربي اماراتو د چارواکو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او یو شمېر نورو مهمو مسایلو هم خبرې وشوې.

 

د دغه هیواد یو شمیر رسنیو هم د یادې کتنې تائید کړی او ویلي یې دي چي د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد سره د متحده عربي اماراتو رئیس تیره ورځ ناوخته لیدنه ترسره کړی او په بیلابیلو مسائلو یې خبرې اترې کړي.

اړوند موضوعات

د ملي دفاع سرپرست وزير په متحده عربي اماراتو کې له مېشتو افغانانو سره وکتل.

یاده دې وي چې د اسلامي امارت د ملي دفاع سرپرست وزیر په مشرۍ یو پلاوی چي د تماس کمیسون غړی انس حقاني هم په ګډون لري، متحده عربي اماراتو ته په یو رسمي سفر تللي.
حماد

Leave a reply