د بهرینو چارو سرپرست وزیر د ایران هیواد له مرستیال سفیر سره لیدنه ترسره کړه.

0
88

د بهرینو چارو سرپرست وزیر د ایران هیواد له مرستیال سفیر سره لیدنه ترسره کړه.

4 دسمبر 2022

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست د ایران هیواد له مرستیال سفیر سره نن ورځ کتلي او پر ځینو مهمو موضوعاتو یې خبرې کړي.

 

خبر زیاتوي: نن د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په کابل کي د ایران مرستیال سفیر ښاغلي سید حسن مرتضوي وکتل او په یو شمېر مهمو موضوعاتو یې خبرې وکړې.

 

د بهرنیو چارو وزیر وویل، وخت رارسېدلی چې له ایران سره اقتصادي راکړه ورکړه زیاته شي او غوښتنه یې وکړه چې د تجارت او ترانزیټ په برخه کي سهولتونه رامنځته شي، دغه راز سرپرست وزیر امیرخان متقي د ژمي په رارسیدو سره له ایران څخه د اړتیا وړ اړینو توکو په وارداتو کي د زیاتوالي یادونه وکړه.

اړوند موضوعات

د حکمتیار پر دفتر له برید وروسته د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له حکمتیار سره لیدنه کړې

د ایران مرستیال سفیر ښاغلي مرتضوي په افغانستان کي له امنیتي وضعیته خوښي وښوده او د ایران-افغانستان ترمنځ د تجارت د ودې لپاره د سهولتونه د رامنځته کولو په برخه کي یې د همکاري ژمنه وکړه.

Leave a reply