یوناما د سمنګان د چاودنې د وژل شویو شمېر ۱۹ تنه اعلان کړ

دغه دفتر د پنجشنبې په ورځ د غويي په ۱۰ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغو قربانیانو ۲۰ تنه ماشومان دي. د يادونې وړ ده، چې د ط.البانو په مشرۍ د حکومت د کورنيو چارو وزارت په دې چاودنه کې د وژل شويو کسانو شمېر لس تنه اعلان کړى و. دا چاودنه د سمنګان ولایت په مرکز کې په یوه دیني مدرسه کې شوې ده.
(2022 / 12 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
یوناما د سمنګان د چاودنې د وژل شویو شمېر ۱۹ تنه اعلان کړ. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا “یوناما” وايي، د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار کې د “جهادیه”مدرسې د چاودنې له امله ۱۹ تنه وژل شوي او تر ۲۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
اړوند موضوعات:
ملا برادر د سمنګان پېښې قربانیانو ته د تسلیت پیغام وړاندې کړی