ننګرهار او خوست ولایتونو کې د ۸۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

0
176

ننګرهار او خوست ولایتونو کې د ۸۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

30 نومبر 2022

د ننګرهار ولایت له مقام څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد ولایت کې له ۳۰۰ اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

خبر زیاتوي چې ياده مرسته د اسلامي امارت د پېښو پر وړاندې چمتووالي او مبارزې ادارې په هڅو AAR Japan مؤسسې له لوري شوې وه، چې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کيلو اوړه، ۵۰ کيلو وريجې، ۲۰ لیتره غوړي،۱۴ کيلو بوره، ۱۶ کيلو دال، دوه کيلو شين چای او مالګه ورکړل شول.

 

همدا رار د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ټولنې له لوري د خوست ولایت سپېره ولسوالۍ کې نن چهارشنبه ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته د ۸ قلمه خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.

اړوند موضوعات

نیمروز او کنړ کې افغاني سرې میاشتې ټولنې نیږدې ۴۰۰ سیلاب او زلزله ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وکړه.

یاده مرسته کې ټولټال ۲۵۰۰ لیتره غوړي، ۳.۵ ټنه وریژې، ۱۷۵۰ کیلو لوبیا، ۵۰۰ کیلو چای، ۱ ټن مکروني، ۵۰۰ کیلو بوره، د رومیانو ۵۰۰ قطعۍ رُب او بسکوټ شامل وو، چې هرې کورنۍ ته ترینه خپله حصه برابره تقسیم کړای شوه.

Leave a reply