اقتصادي رابطه کمیټۍ ټاکنو کمیشن ته ۱۵ ملیارده روپۍ جاري کولو منظور ورکړې ده

0
78

باغی ټي وي رپورټ
د اقتصادي رابطې کمېټۍ (ای سي سي) الیکشن کمیشن ته د 15 اربه روپو جاري کولو منظوري ورکړه.

تيره ورځ د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار په مشرۍ کښې د اي سي سي غونډه کښې اي سي سي اليکشن کميشن ته د 15 اربه روپو جاري کولو منظوري ورکړه چې پکښې به 5 اربه روپۍ په فوري توګه جاري کولې شي ولې اليکشن کميشن د 47 ارب 41 کروړه روپو غوښتنه کړې وه۔
د خزانې وزارت لخوا جاري شوي يو بيان كښې وئيلي شوي چې ای سي سي درې حكومتي پاور پلانټس ته د 93 اربه روپو د ادا كولو منظوري وركړې۔ د بریښنا درې دولتي فابریکې به د خصوصي بریښنا فابریکو په څیر په ورته تعرفه کې تادیه شي.

د اي سي سي غونډه كښې د كور جوړولو او وركس وزارت ته د 556 ملينه روپو ټوليزه فني گرانټ جاري كولو منظوري وركړې شوه٬ په دې مرستې سره به ګوجره او ډي آئي خان كښې پرمختيائي منصوبې بشپړې شي۔
ې نه علاوه د سېلاب په اړه د پوهاوي كمپائن لپاره دوه اربه روپۍ جاري كولو منظوري هم وركړې شوه، د تمباكو د بېلا بېلو نوعو د لږ تر لږه نرخ مقررولو لپاره وژن هم وركړې شو۔د 10 فيصده او 5 فيصده په شرح سره د ريګوليټري ډيوټي لګولو منظوري هم وركړې شوه.

د ای سی سی اعلان له مخې د کسان پیکج لاندې د زرعی ټیوب ویلونو نرخ 16.6 روپۍ فی کیلو واټ نه 13 روپۍ فی کلو واټ ته کمولو منظوري ورکړې شوې ده.

سربیره پردې، د کور جوړولو سکتور ته د کریډیټ چمتو کولو لپاره د نړیوال بانک لخوا تصویب شوي پروګرام لپاره د 85 ملیون ډالرو په لګښت د دوهم ضمیمه ټرسټ ډیډ پیل کولو منظوري ورکړل شوه.

Leave a reply