پاکستان کښې 1 کروړه 25 لکه ماشومان محنت مزدوري کوي، لامل ی په دې هیواد کښې غریبي ده

باغی ټي وي رپورټ
د ماشومانو د حقونو د تحفظ ملي کمېشن لخوا جاري شوي يو رپورټ کې وئيل شوي چې په پاکستان کې 12.5 ملينه ماشومان کار کوي او دا شمېره د ماشومانو د ټول نفوس 16 فيصده ده .
دغه کمېسیون وايي، د ماشومانو د کار او شکنجې د مخنیوي لپاره قوانین شته، خو نه عملي کېږي.
د ماشومانو د حقونو لپاره د ملي کمېشن مشرې افشان تحسین وايي، کمېشن د کور دننه د کار او ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره فعال شوی او تر اوسه یې ۲۵۰ شکایتونه اورېدلي دي.
هغه وویل چې د یونیسف په وینا، په پاکستان کې د 22.8 ملیون څخه ډیر ماشومان چې عمرونه یې د 5 او 16 کلونو ترمنځ دي له ښوونځیو بهر دي.
د ماشومانو د حقونو د ملي کمېسیون حقوقي سلاکاره لایبا قیوم وايي، له ماشومانو سره د تاوتریخوالي د پېښو د ډېرېدو لامل د قوانینو د سم تطبیق نشتوالی دی.
د ماشومانو د حقونو لپاره ملي کمېشن وايي، د پاکستان په زندانونو کې د ماشومانو د ساتلو پر ځای باید د بیارغونې په مرکزونو کې وساتل شي، څو هغوی له جرمونو لرې وساتل شي او بېلابېل مهارتونه ور زده کړي.
…………………….






