د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د بایزید روښان انستیتیوت محصلینو فراغت غونډه ترسره شوه.
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د بایزید روښان انستیتیوت محصلینو فراغت غونډه ترسره شوه.
27 نومبر 2022
د افغانستان اسلامي امارت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د بایزید روښان انستیتیوت محصلینو فراغت غونډه ترسره شوه.
خبر زیاتوي د دغه وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د کمپیوټرساینس، زراعت، اقتصاد او انجینرۍ پوهنځیو څخه د فارغو زده کوونکود فراغت جشن ترسره شو.
په دې مناسبت شانداره غونډه کې د بایزیدروښان انستیتیوت تدریسي مدیرښاغلي عارف شاه کټوازي، د رحمان بابا عالي لېسې استاد ښاغلي محمد امین طاهر او د انستیتیوت یوشمېر استادانو پخپلو ویناوکې لومړی محصلینو ته د دوی د فراغت له امله مبارکي وویله، بیایې د یادوڅانګوپه ارزښت رڼا واچوله او محصلین یې د لا نورو زده کړو ترسره کولو ته وهڅول.
دغه راز د وزارت د تعليمي مرکزونو د انسجام مدیر ښاغلي زیارمل حمیدي په دې اړه د سرپرست وزير ښاغلي ملا نورالله نوري د مبارکۍ پیغام ولوست چې محصلین یې د ټولنې په وړاندې خپلو راتلونکو مسؤلیتونو ته متوجه کړ او د فراغت له امله یې ورته مبارکي وویله.
اړوند موضوعات
د غونډې په وروستیو او پای شیبو کې د یاد انسټیوټ فارغو محصلینو ته تصدیق لیکونه هم وویشل شول.