جنرال ساحر شمشاد د CJCSC په توګه دنده ترسره کولو رسمي ذمه واري پیل کړه
باغی ټي وي رپورټ
نن د یک شنبې په ورځ د جوائنټ سټاف هيډکوارټرز کښې د يوې شاندارې دستورې په مهال جنرل ساحر شمشاد مرزا د جوائنټ چيفس آف سټاف کميټۍ (سي جے سي سي سي) د چيئرمېن په حيث د تقررۍ کار شروع کړو۔
د پاک فوځ تعلقات عامه اداري آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي بيان ترمخه په دي دستوره کښي د درې اړخيزه سرکاري او ريټائرډ افسرانو نه علاوه د جوائنټ چيفس آف سټاف کميټۍ پخواني چيئرمينانو هم ګډون اوکړو۔
د جوائنټ چيفس آف سټاف کميټۍ چيئرمېن غونډې ته په رسېدو سره د جوائنټ سروسز ګارډ دستې سلامي وړاندې کړه۔
جنرال ساحر شمشاد مرزا د ګارډ آف آنر او مارچ پاسټ کتنه وکړه.
دا خبره د یادونې ده چې وړمه ورځ د بېلا بېلو مکتبونو علماو، مشائخ او دیني عالمانو د پوځ د لوی درستیز (COAS) په توګه د لیفټیننټ جنرال سید حافظ عاصم منیر او د جوائنټ چیفس آف سټاف کمېټۍ (CJCSC) د مشر په توګه د لیفټیننټ جنرال ساحر شمشاد مرزا د ټاکلو هرکلی وکړ او دوی ته ی ستړي مشي اوویل.