شیخ رشید وایی چې که عمران خان له اسمبلۍ ووځي نو د اپریل په میاشت کښې به ټاکنې کیږي

0
79

باغی ټي وي رپورټ
لاهور: د عوامي مسلم ليګ مشر شيخ رشيد وايي، که عمران خان له اسمبلۍ ووځي، نو ۵۶۷ څوکۍ به خالي شي او ټاکنې به په اپريل کې وشي.

په ټوېټر پیغام کې شیخ رشید لیکلي چې د کابینې په غونډه کې مې ویل چې اسمبلۍ منحل کړئ او ټاکنو ته ولاړ شئ، موږ د جنجال پر ځای د ټاکنو په شرط خبرو ته چمتو یو.
تيره ورځ د پي ټي آئي په غونډه کښې شيخ رشيد اوويل چې د پنجاب بې وسه پوليس فيض آباد کښې سټيج نه شي جوړولې، داخله وزير وېره پيدا کړه، د خلکو سمندر د انتخاباتو لپاره ريفرنډم دے.
د آئي ټي آئي سينيټر نيولو په اړه خپل ردعمل کښي شيخ رشيد ويلي دي د اعظم سواتي نيول د انتخاباتو نه ويريدونکي حکومت سازش دے، 77 وزيران عوام ته نه شي تلے او په کور کښي نظربند دي۔

د کورنیو چارو پخواني وزیر زیاته کړه، چې ویجاړ شوی اقتصاد او جدي سیاسي بحران ملي امنیت ته ګواښ دی، زموږ جګړه له غلو سره ده، نه له ساتونکو سره.

Leave a reply