عمران خان: پر ما د برید پر مهال که زه غورځیدلی نه وای، نو ممکن نور هم لګیدلی وای، خو د غورځیدو له کبله زه الله تعالی وژغورلم.

عمران خان: پر ما د برید پر مهال که زه غورځیدلی نه وای، نو ممکن نور هم لګیدلی وای، خو د غورځیدو له کبله زه الله تعالی وژغورلم.
26 نومبر 2022
عمران خان پنډۍ کښې د لانګ مارچ ګډون کوونکو ته وینا کښې ویلي چې که زه نه وې غورځیدلې نو په دویم ځل ډزو به زه لګیدلې وې،چې اوغورځیدم نو الله تعال بچ کړم
باغی ټي وي رپورټ
پخوانی وزیراعظم عمران خان په راولپنډۍ کې یوې جلسې ته وینا کوي.
جلسې ته په خپله وینا کې عمران خان وویل چې راته ویل شوي وو چې زما ژوند په خطر کې دی، له کوره مه نه وځم، زما لپاره له دې پښې سره سفر کول ډېر ستونزمن دي، که زه نه وای غورځیدلې نو د ډزو په دویم روانډ به زه لګیدلې وو، هغه اوویل چې کله چې زه اوغورځیدم نو زه پوهه شو چې لله تعالی زه بچ کړم.
هغه زياته کړه، چې پر کانټينر ١٢ کسان په مرمیو ولګیدل خو ټول بچ شو، چې ټول ژوندي پاتې شوي،خان اوویل چې د عمران اسماعيل له جامو څخه څلور مرمۍ وتلي دي.
هغه وویل چې د مرګ له وېرې ځان خلاصول مهم دي، زما د سپکولو ډېرې هڅې وشوې، دوی تهما غله ویل، عمران خان اوویل چې پاکستان نن په یوه پرېکنده دوه لارې ولاړ دی.
پخواني لومړي وزیر وویل چې د لومړي وزیر لپاره دومره خلک هیڅکله نه دي راوتلي څومره چې زما لپاره راوتلي دي، یو آزاد هیواد پرواز کوي، غلامان یوازې ښه غلامي کوي، غلامان پرواز نه کوي، یوازې آزاد خلک الوتنې کوي، یوازې آزاد خلک پرمختګ کولې شي او آزاد ملت پورته کیږي.
تر دې وړاندې په راولپنډۍ کې د پي ټي ايي جلسې ته ګڼو مشرانو خطاب کړی و. د جلسې اصلي مرحله د شپږمې روډ فلائی اوور باندې جوړه شوې ده.
پخوانی لومړی وزیر سټیج ته په واکر کې ولاړ.
جلسه ګاه ته له رسېدو وړاندې د پي ټي آئي چيئرمېن د هيلي کاپټر نه د جلسې ګاه معاينه وکړه په داسې حال کښې چې عمران خان د جلسې ګاه لپاره په چارټر جهاز کښې لاهور نه اسلام آباد ته ورسېدو.
د اسلام اباد انتظاميې د عمران هيلي کاپټر په پريډ ګراؤنډ کې د کيدو اجازه نه ده ورکړې.
پوليس چارواکو د تحريک انصاف مشرانو ته ليکلي چې د عمران خان لپاره دې د بلټ پروف روسټرم يقيني کړل شي، عمران خان دې هم د بلټ پروف جيکټ استعمال کړي.





