وزیراعظم شهباز شریف د ترکي څخه هیواد ته راستون شوې دې
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان لومړی وزیر محمد شهباز شریف ترکیې ته له دوه ورځني سفر وروسته له خپل پلاوي سره هېواد ته راستون شو.
د هغه ځانګړې الوتکه له استانبول څخه روانه شوه او د شنبې په شپه ۱۲:۰۲ بجې د لاهور په علامه اقبال نړیوال هوايي ډګر کې ښکته شوه.
د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان په بلنه وزيراعظم محمد شهباز شريف د يو لوړ پوړي پلاوي سره د جمعې په سهار اسلام آباد ته روان شو او ماسپښين دوه بجې استنبول ته ورسېدو چرته چې د هغه تود هركلې وشو۔
د پاکستان لومړي وزیر د ترکیې ولسمشر طیب اردوان سره په استانبول شپ یارډ کې د پاکستان د سمندري ځواکونو لپاره د درېیم سمندري ځواک پی ایس خیبر پرانسته وکړه.
وزيراعظم شهباز شريف د خالي په ورځ په استنبول کې تر ټولو مصروفه ورځ تېره کړه او ماښام خپل هیواد په لور روان شو.