د کډوالو چارو معین: د یووالي لپاره یوه لار ده، چې د اسلامي نظام تر چتر لاندې ټول د نظام په ملاتړ لاسونه ورکړو.

0
178

د کډوالو چارو معین: د یووالي لپاره یوه لار ده، چې د اسلامي نظام تر چتر لاندې ټول د نظام په ملاتړ لاسونه ورکړو.

26 نومبر 2022

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال محمد ارسلاح خروټي د کابل ولایت، خاکجبار ولسوالۍ د خروټو کلي د جامع مسجد په پرانست غونډه کې وویل: افغانان باید له تېرو تجربو سالمه استفاده وکړي او هیڅوک باید ونه توانېږي، چې مونږ په قومونو، ګوندونو ژبني، سمتي او مذهبي ډلو وویشي.

 

نوموړي زیاته کړه، په نورو هېوادونو کې مهاجر افغانان د همداسې یوې ورځې په انتظار وو،چې په هېواد کې امن او اسلامي نظام نافذ شي، اوس الحمد لله هغه وخت رارسېدلی دی او د مهاجرینو وزارت به د خپل پلان او طرحې له مخې ددوی اړتیاوې او د ژوند سهولتونه برابر کړي.

 

ښاغلي خروټي له ولسونو د ناروا رواجونو، منفي رقابتونو او خپلمنځي اختلافاتو له منځه وړلو غوښتنه وکړه.

اړوند موضوعات

کډوالو وزارت: ارزګان او ننګرهار ولایتونو کې له نیږدې ۹۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د یادونې وړ ده، چې نن په خاکجبار ولسوالۍ کې د الحاج محمد ارسلاح خروټي له لورې د خروټو کلي جامع مسجد ګټې اخستنې ته وسپارل شو، چې په پرانیسته غونډه کې یې د سرې میاشتې د رئیس مولوي مطیع الحق خالص په شمول د ا.ا. لوړپوړو ملکي او نظامي چارواکو، او د ولسوال په ګډون ددغه ولسوالۍ سپین ږیرو او علماو ګډون درلود.

Leave a reply