زلمي خلیلزاد په هېواد کې د اوربند لپاره ۹ ماده ییزه طرحه خپره کړې ده.

0
58

زلمي خلیلزاد د سیمې او نړۍ هېوادونو سره له مشورې وروسته په هېواد کې د اوربند لپاره ۹ ماده ییزه طرحه خپره کړې ده:

دغه طرحه د چین، امریکا، بریتانیا، پاکستان، ازبکستان، اروپايي ټولنې او یو شمېر نورو هېوادونو او په قطر کې د مذاکرتي ټیمونو په نظر رامنځته شوې ده.

په دې ۹ ماده ییزه طرحه کې ښکیل هېوادونو په ګډه افغانستان کې د سولې پر خبرې د اساسي عنصر په توګه ګڼل، د طالبانو له لوري پر لویو ښارونو بریدونه نه کول، تاوتریخوالي ختمول، ګډ حکومت او بشري حقونو ته احترام باندې یې ټینګار کړی.

په دغه طرحه کې ښکیلو هېوادونو له افغان حکومت وغوښتل چې جوړجاړي ته د رسېدو لپاره باید له دغې طرحې ګټه پورته کړي.
په یاده طرحه کې همداراز راغلي چې د زور له لارې حکومت ورته د منلو نه دی او د زور له لارې حکومت به په رسمیت ونه پیژني.

Leave a reply