ډنمارک په افغانستان له خپلو وګړو د وتلو غوښتنه کړې.

0
59

ډنمارک په افغانستان له خپلو وګړو د وتلو غوښتنه کړې:

د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر تېره ورځ ناوخته د خپل هېواد له ټول وګړو وغوښتل څو له افغانستان څخه ووځي، نوموړی په دې هېواد کې روان بحران ته په کتو ویلي چې وضعیت تر بل هر وخت ترینګلی شوی دی.

جپ کوفوډ مني چې په کابل کې د دې هېواد سفارت تړل کېږي، خو دا یې ویلي چې د امنیتي دلایلو له کبله دقیقه نېټه نه شي ښودلی.

دا په داسې حال کې ده چې د چهارشنبې په ورځ د ډنمارک پارلمان له افغانستانه د هغو ۴۵ افغانانو پر ایستلو موافقه وکړه چې په افغانستان کې یې د دې هېواد لپاره کار کړی او هغوی ته یې په دې هېواد کې د دوه کلنې استوګنې وړاندیز وکړ.
ډنمارک په کابل کې خپل سفارت په ۲۰۰۶ کال کې پرانېست.

Leave a reply