پي ټي آیی احتجاج کوونکو که لارې وتړلې نو مونږ به قانوني کاروایی وکړو: رانا ثناالله
باغی ټي وي رپورټ
د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناءالله وئيلي دي که پي ټي آئي د لانګ مارچ په مهال سړکونه بند کړي نو حکومت به خپل کار او ذمه واري ترسره کړي.
خپل يو بيان کښې رانا ثناءالله وئيلي دي چې د لاهور نه تر وزيراباد پورې خلقو د پي ټي آئي لانګ مارچ مسترد کړے دے۔
ده زياته کړه چې دوي به د يو نيم نه تر دوه زره کسانو يو سمندر راوځي، هيله ده چې پي ټي آئي به سړکونه نه بندوي، که پي ټي آئي د لانګ مارچ په مهال سړکونه بند کړي نو حکومت به خپل کار کوي.
د داخله چارو وزير وويل عارف علوي يو ځل بيا ثابته کړه چې هغه د پاکستان د لوړې څوکۍ لپاره وړ نه دى، وزيراعظم د خپل ګوند سره مشوره کولى شي په داسې حال کې چې ولسمشر بايد په رسمي توګه سمري لاسليک کړي.
رانا ثناء الله وويل چې د ملک صدر آئيني ذمه وارۍ ته سیاسي شکل ورکړو، وزیرداخله اوویل چې صدر عارف علوي او عمران خان د آرمي چيف د ټاکنې په معامه کښې افشا شوي دي