عمران خان ژوند ته ګواښ دې، هغه باید سبا غونډه وځنډوي: وفاقی وزیرداخله راناثناالله

0
52

باغی ټي وي رپورټ
د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناالله وايي د عمران خان په جلسه کې ښايي ترهګري وي نو هغه ورته د سبا جلسې د ځنډولو مشوره ورکوي.

اسلام اباد کې دخبرو په مهال رانا ثناء الله وويل استخباراتي ادارو راپور ورکړى چې دپي ټي ائي په جلسه کې دترهه گرۍ امکان دى، هغه عمران خان ته دراتلونکې جلسې دځنډولو مشوره ورکوي، د جلسې تالار دامنيت لپاره هم مشوره جاري کړې شوې ده.
رانا ثناء الله وويل د پاکستان د ستونزو د هواري، کاميابۍ او پرمختګ راز د قانون او آئين په حاکميت کې نغښتی دی، د پاکستان پوځ په خپل آئيني کردار کې پاتې کېدل د هېواد او ولس په ګټه دی.

ده ووئيل چې يو سياسي مشر دا چيلنج كړے، د غلطې ازادۍ په نوم يې غلطه مبارزه پېل كړه، په وسله والو ځواكونو يې په بېلا بېلو لارو نيوكې وكړې خو عمران خان به د پېنډۍ نه د ټاكنو نېټه نه ترلاسه كوي۔
ياده دې وي چې عمران خان د نومبر په ٢٦مه په راولپنډۍ کې د جلسې اعلان کړى دى او په دې لړ کې د پاکستان تحريک انصاف مشران د جلسې انتظاماتو ته په ختمي شکل ورکولو کښې بوخت دي.
………………….

Leave a reply