د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال نن ورځ د افغانستان د صرافانو سراسري ټولنې له رئیس او غړو سره وکتل.

0
99

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال نن ورځ د افغانستان د صرافانو سراسري ټولنې له رئیس او غړو سره وکتل.

24 نومبر 2022

 

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د افغانستان صرافانو سراسري ټولنې رئيس او غړو سره نن مازديګر په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.

 

په پيل کې، د صرافانو سراسري ټولنې رئيس ميرزا محمد کټوازي او د دې ټولنې غړو عبدالرحمن ځيرک او خان محمد باز د شهزاده سرای او صرافانو ټولنې يو شمېر ستونزې او وړانديزونه شريک کړل.

دوی وويل، په داسې حال کې چې د افغانستان بانکي سيستم پاشل شوی، نو اوس د افغانستان ټوله اقتصادي تکيه پر صرافانو ده او په دې برخه کې يې له حکومت څخه د همکاريو غوښتنه وکړه.

 

دوی وويل، صرافان د ملت او حکومت ترمنځ د پول حيثيت لري. د افغانستان د صادراتو او وارداتو ټول معاملات زموږ له لارې ترسره کېږي او د دې باور ساتلو لپاره باید حکومت پر وخت د صرافانو مشروع غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د مرکزي بغلان د کندهاري قوم له مشرانو سره وکتل.

د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د صرافانو ټولنې رئيس او غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هر راز همکاريو ډاډ ورکړ وې ويل، ستاسو وړانديزونه او غوښتنې به د لازمو تصمیمونو لپاره له اړوندو ادارو سره شريک شي.

Leave a reply