داخله وزارت د عمران خان په ضد د عدالت سپکاوې په اړه د کاروائي درخواست، ريکارډ ی عدالت کښې وړاندې کړے

0
41

باغی ټي وي رپورټ
اسلام آباد: داخله وزارت د پي ټي آئي چيرمين عمران خان خلاف د توهين عدالت د کاروائي غوښتنه کړې ده۔

داخله وزارت د عمران خان خلاف د توهين عدالت کيس کښې د پي ټي آئي مشرانو ټويټ، ويډيو پيغامونه او کال ريکارډ سپريم کورټ کښې جمع کړے دے۔
د کورنيو چارو وزارت په ځواب کې ويل شوي چې عمران خان په خپل ليکلي ځواب کې ناسمه خبره کړې، عمران خان او پي ټي ايي د لانګ مارچ له پيل وړاندې ډي چوک ته د تللو منصوبه جوړه کړې وه، فيصل جاويد او شيرينه يې د ډي چوک ته د تللو غوښتنه کړې وه. مزاري هم ټویټ کړی چې ډي چوک ته لاړ شي.
داخله وزارت وئيلي دي چې دپي ټي ائي لخوا د موبائيل فون جيمر لګولو دعوه هم دحقائقو خلاف ده، داسې ثبوتونه شته چې په پرله پسې توګه له کانټينر څخه سوشل ميډيا کارول کيدل، په کانټينر کې موجود مشرانو په دوامداره توګه خپل سوشل ميډيا اکاونټونه ريټويټ کړل او ويډيو پيغامونه يې شريک کړل.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، عمران خان او تحریک انصاف په قصدي توګه د سترې محکمې له حکمونو سرغړونه کړې او باید د دوی پرضد د عدالت د توهین په تور کار واخیستل شي.

له دې وړاندې عمران خان په خپل ليکلي ځواب کې د سترې محکمې له حکمونو بې خبري ښودلې وه.

Leave a reply