واواډا سبا عدالت ته رابلل شوي، که غلط حلف نامې و نه مني نو د ټول عمر لپاره به نااهله شي: چيف جسټس ،پاکستان سپریم کورټ

باغی ټي وي رپورټ
ا سلام آباد: سترې محکمې پرون د پي ټي ايي پخوانی مشر فیصل واوډا د امریکا د تابعیت د پرېښودو سند سره احضار کړ.
د پاکستان د چيف جسټس په مشرۍ کې په سپريم کورټ کې د فيصل واوډا د مقدمې اورېدنه وشوه چې پکې عدالت پخواني وزير ته سبا سهار ۱۱ بجې احضار کړی دی.
محکمې فیصل واوډا ته امر کړی چې د امریکا د تابعیت د پرېښودو سند راوړي او هغه ته یې دوه اختیارونه ورکړي دي.
چيف جسټس وويل فيصل واوډا دې پخپله غلطي اعتراف وکړي اؤ د٦٣(١) سي لاندې نااهل کړل شي که نه نو عدالت به د٦٢(١) ايف لاندې مقدمه چلوي.
جسټس عمر عطا بندیال ویلي عدالت ته د فیصل واوډا د ټول عمر لپاره نااهله کولو لپاره کافي مواد شته، فیصل واوډا به د ټول عمر لپاره نااهل شي، فیصل واوډا سپریم کورټ ته وړاندې شو چرته چې هغه د دوه ګوني تابعیت تاریخ بدل کړ.
عدالت وويل دعدالت مخې ته داسې مواد موجود دي چې ثابتوي چې فيصل واوډا غلط بيانيه ورکړي، داسلام اباد هائيکورټ دعمري لپاره دنااهلي کولو اختيار لري. فیصل واوډا د یوه دروغ د پټولو لپاره ډېر درواغ ویلي.
عدالت د مقدمې نوره اوريدنه د سبا ورځې پورې ځنډولې ده۔




