د پاکستان فوځ اصلي دنده ددې هیواد جغرافیایی حدودو ساتنه ده، هغه ویاړ دې چې ۶ کاله ددې هیواد د فوځ سرلښکر پاتې شو: جنرال قمر جاوید باجوه
باغی ټي وي رپورټ
په جی ایچ کیو کښې د دفاع او شهیدانو د ورځې په مناسبت یوه دستوره وشوه چې پکښې د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه وینا اوکړه.
د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه خپله وینا كښې ووئيل چې هغه د آرمي چيف په توګه خپله وروستۍ وینا کوي.
دپوځ سرلښکر وويل نن زه هم په يو داسې موضوع خبرې کول غواړم چې عموماً خلک پرې خبرې نه کوي او دا په پخواني ختيز پاکستان کې په 1971 کې زمونږ د پوځ د کارکردگۍ سره تړلې ده.هغه وویل زه غواړم دلته یو څه حقایق اووایم ، هغه اوویل او زیاته ی کړه چې لومړی دا چې پخوانی ختیځ پاکستان (مشرقي پاکستان) پوځي نه بلکې دا یوه سیاسي ناکامي وه.
دپوځ سرلښکر وويل په دې وياړي چې شپږ کاله ددغه پوځ سرلښکر پاتې شوى دى اؤ زياته کړې يې ده چې دپوځ اصلي دنده دهېواد دجغرافيائي حدودو ساتنه ده، خو دپاکستان پوځ تل دخپل توان څخه په لوړ او لوړ کار کوي. خپل ملت ته خدمت وکړي، دا هر څه روان دي، که د ریکودیک یا کارک جریمې قضیه وي، د FATF ضایع کول یا په سپین لیست کې د هیواد شاملول یا د فاټا انضمام، په پوله د کټارو لګول او یا د ارزانه ګاز چمتو کول. قطر یا د دوستو هیوادونو څخه د پورونو ورکول، د کوویډ سره مبارزه وي یا د ملخانو له منځه وړل، د سیلابونو په وخت کې د مرستې عملیات، اردو تل د خپل وظیفې څخه بهر د ملت خدمت کړی او انشاالله همداسې به دوام وکړي.
تر دې وړاندې د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د شهيدانو په يادګار هم حاضری ورکړه، ، د ګلونو ګېډۍ يې کېښوده او فاتحه يې هم وکړه.په مراسمو کې د خدمتي او تقاعد شویو پوځي افسرانو سربیره د شهیدانو د خپلوانو او پخوانیو سرتیرو هم ګډون کړې.
جنرال قمر جاوېد باجوه زیاته کړه چې زه تاسو ته ډاډ درکوم چې د دې اقداماتو باوجود به پوځ د ترهګرۍ په ضد جګړه کې له خپلې اصلي دندې څخه هېڅکله غفلت ونه کړي، تاسو ته معلومه ده چې نن چې زمونږ په ښارونو او کلیو کې امن شته د هغې تر شا د زرګونو خلکو قربانۍ دي. زمونږ د شهیدانو اتلان چې هېڅکله نه شي هېرېدای، ځکه چې هغه ملتونه چې خپل شهیدان هېروي، هغه ملتونه له منځه ځي.