عمران خان ویلي دي چې په ماباندې یو ځل بیا هم د برید کولو امکان دې
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف چیرمین عمران خان ویلي دي چې کیدای شي په ما یو ځل بیا برید وشي خو د هر ډول ویره باوجود به راولپنډۍ ته ورشم.
د لاهور په زمان پارک کې د خبريالانو سره د خبرو پر مهال عمران خان وويل چې لانګ مارچ له اسلام اباد نه تر راولپنډۍ ولې روان دی، تګلاره به ژر په ډاګه شي.
هغه وویل چې زه پوهیږم چې زما ټپونه به ژر روغ نشي خو زه به د ټپي شوي پښې سره د اوږد مارچ مشري وکړم.
هغه وويل، هغه باوري دى چې دپوځ سرلښکر ټاکنه بايد دميرټ په اساس وشي، سياسي ګوندونو دخلکو ملاتړ له لاسه ورکړى دى نو غواړي چې دانتخاباتو څخه ډډه وکړي.
د لانګ مارچ په اړه پخواني وزيراعظم وويل زه پوهېږم چې زما ژوند په خطر کې دی او ښايي يو ځل بيا بريد وشي خو د ټولو وېرو باوجود به راولپنډۍ ته رسېږم.
هغه زیاته کړه چې د خبریال ارشد شریف قاتلین دې د عدالت منګولو ته وسپارل شي.
ياده دي وي چي پخواني وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چي هغه به د نومبر په 26مه نيټه پينډۍ ته رسي۔
…………………………