د عمران خان ژوند ته ګواښ د هیواد دښمنه ایجنسیو له لوري دې: وفاقي وزیرداخله، رانا ثناالله

باغی ټي وي رپورټ
د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې د عمران خان ژوند د دښمن ملکونو د ايجنسو نه په خطر کښې دے.
د جيو نيوز د جرګې په پروګرام کې کوربه سليم صافي ته د مرکې پر مهال رانا ثناء الله وويل، عمران خان پخوا هم پر حکومت او امنيتي ادارو تورونه لګولي، چې له دې حالته د هېواد دښمنان ګټه پورته کولای شي.
رانا ثنا خبرداری ورکړی چې که په لانګ مارچ کې وسله وال کسان وو او په زور يې وسلې وکارولې نو ځواک به يې ځواب ورکړي.
ياده دي وي چي تيره ورځ د لاهور زمان پارک کښي خبريالانو سره خبرو کښي عمران خان وئيلي وو چي لانګ مارچ د اسلام آباد نه تر راولپنډۍ ولي روان دے، تګلاره به ډير زر په ډاګه شي۔
هغه وویل چې کیدای شي په ما بیا برید وشي خو دې ټولو ګواښونو سره سره به راولپنډۍ ته ورسیږم.






