وزیر دفاع خواجه آصف وایی چې تر نهې ،چهارشنبې پورې به فوځ سر لښکر نوم را په ډاګه شي

0
143

باغی ټي وي رپورټ
د دفاع وزير خواجه اصف ويلي دي چې د پوځ د مشر د ټاکلو پروسه به د ګل په ورځ پيل شي، د پوځ د نوي مشر نوم به تر نهې يا چهارشنبې پورې په ډاګه شي.

د جيو نيوز پروګرام عاج شاهزيب خانزاده سره خبرو کې خواجه اصف وويل حکومت د پوځ د مشر د ټاکلو په اړه له خپلو متحدينو او پوځي مشرتابه سره کوم اختلاف نه لري.
خواجه اصف وویل چې عمران خان هڅه کوي چې دا مسله متنازعه کړي، هغه وویل چې عمران خان په وار وار وايي چې نواز شریف به د خپلې خوښې د پوځ مشر وټاکي او دا قضیه به پای ته ورسوي.

ددفاع وزير وويل عمران خان دپوځ په ٥ؤ يا شپږو دريو ستورو جنرالانو سخت تورونه لگوي، دغو جنرالانو ٣٥، ٣٥ کاله د هيواد خدمت کړى دى، ددوي يو عجيبه کار دى، ټول د درناوي وړ دي.
ده ووئيل چې پوځ د سياسي مقاصدو لپاره استعمالولو رواج عمران خان د خپلو مفاداتو لپاره پېدا كړو، كله چې دا هڅه ناکامه شوه نو بيا د دوي جنجال پېل شو، نه د پاكستان د پوځ په مشرۍ۔

بلخوا دکورنو چارو وزير رانا ثناء الله هم وئيلي دي چې دپوځ د نوي مشر په اړه به په څو ورځو کې فيصله وشي. وزيراعظم په دې لړ كښې سلا مشورې كړې۔
………………………………..

Leave a reply