پاکستان کښې ګراني له قابو څخه وتلې ده، د ګرانۍ کچه ۲۸.۶۷ ثبت شوې ده

باغی ټي وي رپورټ
هېواد کې د ګرانۍ کچه بې کنټروله ده، په یوه اوونۍ کې د انفلاسیون کچه ۰.۲۶ سلنه لوړه شوې، له دې وروسته د انفلاسیون ټوله کچه ۲۸.۶۷ سلنه ثبت شوې ده.
د احصایې ادارې د اونۍ د ګرنۍ ارقام خپاره کړل.د راپور له مخې، د تېرې اونۍ په اوږدو کې د ٢٣ توکو بيې لوړې شوې، ١٣ راټيټې شوې او د ١٥ توکو بيې په خپل حال پاتې دي.
په تېره یوه اوونۍ کې د مالګې بیه ۷.۶۱ سلنه، د چای بیه ۵.۹۰ سلنه لوړه شوې، د یوې اوونۍ په ترڅ کې د ژوندیو چرګانو بیه ۴.۸۹ سلنه، کچالو ۶ سلنه، رومی بانجان ۲.۴۱ سلنه، د پیازو بیه ۴.۶۱ سلنه لوړه شوې ده. د هګیو بیه ۴.۶۱ سلنه لوړه شوې، د درجن بیه ۳.۶۶ سلنه لوړه شوې، په داسې حال کې چې د فی من لرګیو بیه ۶.۳۲ سلنه لوړه شوې ده.
د احصایې د ادارې د معلوماتو له مخې، دال په بیه کې ۱.۵۶ سلنه، دال دال ۱.۴۶ سلنه، دال ماش ۰.۶۸ سلنه او د مونګ دال ۰.۶۲ سلنه په فی کیلو اوړو کې ۱.۰۸ سلنه کموالی راغلی دی.
د دې تر څنګ د ایل پی جی بیه هم ۰.۲۲ فیصده راټیټه شوې، د اوړو او د اوږې په بیعو کې هم کمی راغلی دی.






