بلخ پوهنتون کې د ۱۸ ميليونه ډالرو په لګښت ليليه جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

0
104

بلخ پوهنتون کې د ۱۸ ميليونه ډالرو په لګښت ليليه جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

18 نومبر 2022

 

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي ندا محمد نديم مزار شريف ته د سفر په ترڅ کې په بلخ پوهنتون کې د ۱۸ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت مجهزه ليليه ګټې اخيستنې ته وسپارله.

 

د لوړو زدکړو وزارت سرپرست د يادې ليليې د پرانيستې په مراسمو کې وويل، چې د دې سفر څخه يې موخه د بلخ پوهنتون د مسولينو، استادانو او محصلینو د ستونزو او غوښتنو اورېدل دي.

نديم همدارنګه ژمنه وکړه، چې د بلخ پوهنتون د انګړ د سمسورتيا، د محصلینو لپاره د پاکو اوبو د برابرولو، د جومات جوړولو او د طب او شرعياتو پوهنځيو د نيمګړيو ودانيو د چار بشپړولو لپاره به ګړندۍ هڅې وکړي.

اړوند موضوعات

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر نن ورځ په خپل کاري دفتر کې د ترکیې له سفیر سره وکتل.

د يادونې وړ ده، چې په بلخ پوهنتون کې نوې پرانيستل شوې ليليه په څلورو پوړونو کې د ۱۸ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت په عصري او مجهز ډول جوړه شوې، چې د ۱۵۰۰ کسانو د ځايدو ظرفيت لري.

Leave a reply