عمران خان وایی چې د ولسمشر علوي د پوځ له مشر سره وکتل چې ایجنډا یې زر او رڼې ټاکنې وې
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان دعوه کړې ده چې صدر عارف علوي د آرمي چيف سره ليدنه کړې، د ملاقات ايجنډا د وخت نه مخکې او شفاف انتخابات وو.
د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز ټاکل باید د سترې محکمې د رئیس په څېر وي.
سينئر خبريالانو سره په غيررسمي خبرو کې عمران خان وويل موجوده حکومت دخپلې گټې لپاره په آرمي ايکټ کې تجويز شوي ترميمونه کوي کوم چې به په سپريم کورټ کې چيلنج کوي.ما لاهور کې دپوځ سرلښکر جنرل قمر جاويد باجوه سره ملاقات نۀ دى کړى.
دسرچينو له مخې خبريالانو سره خبرو کې عمران خان زياته کړې چې د وزيراباد بريد اصلي ملزم څوارلس ورځې وروستو عدالت ته وړاندې کړل شو، وېرېږم چې په دې ١٤ ورځو کې به ثبوتونه ورک نه شي.
دسرچينو ترمخه عمران خان وويل ق ليگ زمونږ اتحادي ده، پرويز الاهي سره تر ټولو ښه اتحاد روان دى، د مقدمې درج کولو کې تر ټولو ستر خنډ پخوانى آئي جي پنجاب ؤ.
دسرچينو ترمخه عمران خان وئيلي دي چې ما په ټولټاکنو کې د اليکټرانک ووټنګ ماشين (EVM) ددرغلۍ دمخنيوي لپاره پوره هڅه کړې ده، نواز، زرداري، اليکشن کميشن او دسترو د اي وي ايم په مسله کې يو مخ دي.
دسرچينو ترمخه عمران خان دا هم وئيلي دي چې که بشپړ اختيارات ترلاسه شي نو وزيراعظم به جوړيږي، داسې نۀ شي کيدى چې اختيارات د چا سره وي او ذمه واري د بل چا وي.صدر عارف علوي د آرمي چيف سره ليدنه کړې ده، ددې لیدنې ایجنډا ډیر زر او رڼې ټاکنې کول غوښتل وو.
…………………………
دا خبره د یادونې ده چې ولسمشر عارف علوي وايي، د پوځ د مشر په اړه به د وزیراعظم په مشوره عمل کوي.
دسرچينو ترمخه صدر عارف علوي دخپلو نزدې ملګرو سره ليدنه کړې چې پکې دپوځ سرلښکر ټاکلو په اړه خبرې اترې شوي دي.
دسرچينو له مخې جمهوررئيس وويل چې دپوځ سرلښکر په اړه به دصدراعظم په مشوره عمل کوي.
عارف علوي له ملګرو سره په خبرو کې وویل چې زه دا قانوني اختیار نه لرم چې د وزیراعظم د مشورې مخه ونیسم نو ما هیڅکله د ریاست په چارو کې لاسوهنه نه ده کړې.