باغی ټي وي رپورټ
کراچۍ: د سندهـ هائي کورټ اليکشن کميشن ته امر کړی چې په پنځلس ورځو کې په کراچۍ او حيدراباد کې د بلدياتي ټاکنو کولو شيډيول جاري کړي.
د سندهـ هائي کورټ په کراچۍ او حيدراباد کې د بلدياتي انتخاباتو په اړه د جماعت اسلامي او پي ټي ائي په درخواستونو فيصله کړې ده.
عدالت د بلدياتي انتخاباتو د ځنډولو په ضد د درخواستونو اورېدنې اجازه ورکړې او په کراچۍ او حيدراباد کې يې د بلدياتي انتخاباتو د ترسره کولو امر کړی دی.
په خپله فيصله کې عدالت امر کړی چې اليکشن کميشن دې د بلدياتي انتخاباتو شيډول اعلان کړي او د سندهـ حکومت دې اليکشن کميشن ته پرسونل ورکړي.










Leave a Reply